اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د اجنډا په سر کې د افغانستان وضعیت دی

دید خبري آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسیدلی، ویلي چې د افغانستان پر وضعیت به هم خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د پاکستان له مشرتابه سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د رامنځته کیدونکو حالاتو په اړه د خبرو لپاره پرون په دوه ورځني سفر اسلام آباد ته ورسید.

عبداللهیان به د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري او بیا د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د پاکستان د پارلمان له رییس او د مشرانو جرګې له رییس سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغو کتنو په اړه په یوه بیان کښې وویل: په پراخه اجنډا کښې د دوه اړخیزو تعلقاتو د ټولو اړخونو او د سیمې د حالاتو په اړه خبرې اترې شاملې دي.

عبداللهیان به شهباز شریف ته بلنه ورکړي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پرمختگ لپاره د مشرتابه د موافقې په اړه د نظر تبادله وکړي.

عبداللهیان په یوه ټویټ کې لیکلي: د ګاونډیتوب د پالیسۍ د پراختیا په چوکاټ کې له خپلو یو شمېر همکارانو سره پاکستان ته سفر وکړ.

هغه زیاته کړه: په دغه سفر کښې به د پاکستان له لوړرتبه چارواکو سره د افغانستان د حالاتو په شمول د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو حالاتو، اقتصادی ملګرتیاو، د اسلامی نړۍ د مسائلو او د ګډو امنیتی اندېښنو په اړه خبرې اترې وکړی.

باید وویل شي، چې افغانستان ته د طا-لبانو له راتګ وروسته ایران او پاکستان ته تر ټولو زیات اندېښمن کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا