دید خبرې آژانس: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغان کډوال چې له دغه هیواده ایستل شوي دي د کډوالۍ اسناد نه لري.
له پاکستانه د کډوالو د جبري اېستلو په تړاو له نیوکو وروسته، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت نړیواله ټولنه تورنه کړه چې په افغانستان کې یې پر خپلو مسوولیتونو عمل نه دی کړی.
د دغه وزارت په وینا، هغه کسان چې اېستل شوي انسناد یې نه لرل او په ناقانونه توګه یې په پاکستان کې ژوند کاوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د هغو زرګونو افغانانو د دوسیو د ارزوولو پرمختګ چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا میشتیدنې ژمنه ورسره شوې ده، په دردناکه توګه ورو دی.
د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وايي، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې ډیپلوماتیکې خبرې وشي.
آصفه ستانکزۍ چې د کډوالو د حقونو فعاله ده وايي: «افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې د حل لپاره یې د افغانستان، کوربه هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو خبرو اترو اړتیا ده.»
محمد خان محمدزی، یو بل د کډوالو د حقونو فعال، هم څرګنده کړه: «سیاسي خبرې باید داسې وي چې کوربه هېوادونه د افغان کډوالو حقونو ته پاملرنه وکړي او د هغوی د کار موندنې او د استوګنې د تمدید اسانتیاوې برابرې کړي.»
تر دې وړاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۳ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۸۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.