اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پاکستاني چارواکو یو پلاوی کندهار ته تللی

دید خبرې آژانس: سرچینې ویلی چې د پاکستاني چارواکو یو پلاوی له طا-لبانو سره د سرحدي تاو تریخوالي او د تحریک طا-لبان پاکستان اړوند مسٸلو د خبرو لپاره کندهار ته تللی دی.

د دغه پلاوي د جوړښت په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا سفر د يکشنبې په ورځ ترسره شوى، چې په ترڅ کې يې پلاوي له يو شمېر سيمه ييزو طا-لب چارواکو سره ليدلي دي.

تر دې وړاندې هم په سرحدي سیمو کې د طا-لبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ څو ځلې نښتې شوي دي. په دغو نښتو کې چې د وږي په میاشت کې وشوې، پاکستاني رسنیو ویلي چې د طا-لبانو اته غړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې طا-لبانو تحریک طا-لبان پاکستان ته په دغه هېواد کې د دې ډلې پټنځايونو په ورکولو سره په پاکستان کې د بریدونو زمینه برابره کړې ده، خو طا-لبانو دا څرګندونې رد کړې او دا یې د پاکستان کورنۍ مسٸله بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې په یوه راپور کې ویلي چې د تحریک طا-لبان پاکستان شاوخوا شپږ زره ٥٠٠ جنګیالي په افغانستان کې حضور لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا