پاکستاني پلاوي کابل ته راځي
دید خبرې آژانس: د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو د زیاتېدو په تړاو له اندېښنو وروسته، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې افغانستان ته به یو پلاوی واستوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت تر دې وړاندې له افغان لوري سره اړیکه نیولې وه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره د یوې جرګې د استولو په تړاو خبرې وکړي.
د جیو نیوز د راپور یوه برخه کې راغلي: «د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت په افغانستان او پاکستان کې د سولې د ټينګښت په موخه افغانستان ته د جرګې د استولو په تړاو له افغان لوري سره اړیکه نیولې ده، خو دا غونډه سعودي عربستان ته د اسلامي امارت د دوو مهمو دولتي چارواکو د سفر له امله ځنډېدلې ده.»
د اسلامي امارت ویاند وایي چې په اوسنیو شرایطو کې خبرې او مذاکرات د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته ستونزو د هواري لپاره مهم دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان ولسمشرپه بیجینګ کې له خپل چینایي سیال سره په کتنه کې د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارول کېدو مخه ونیسي.