افغانستانروستي خبرونهسیمه

پاکستان، افغانستان زده کوونکیو ته ځانګړي کارټون ورکوي

پاکستان چارواکي وایي، په پام کې ده چې د افغان زدکوونکو لپاره د ځانګړي کارټونو د ویش لړی سبا دوشنې پیل شي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه اقدام د افغان چارواکو د غوښتنو پر بنسټ او د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره کیږي.

په خیبر ایجنسي کې د سیمه ییز حکومت له خوا به خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې هغه افغان زدکوونکي چې غواړي په دغه سیمه کې خپل زدکړو ته دوام ورکړي، کولای شي چې د تګ راتګ لپاره ځانګړي کارټونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ څو ورځې مخکې د ډیورنډ پر کرښې د کټارو لګلو د کار د پیل په اړه خبر ورکړ او په پام کې چې د کټارو د لګلو کار په دوه پړاو کې ترسره شي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې لیکلي، چې ټاکل شوې ده چې د کټارو جوړولو لومړی پړاو په باجوړ، مومندو ، خیبر او قبایلي سیمو کې بشپړشي او دوهم پړاو په بلوچستان کې بشپړیږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په ډیورنډ کرښط د کټارو لګولو کار د امنیت د ښه کېدو په هدف ترسره کیږي او ټینګار کوي چې پر پوله  یو ښه تنظیم شوی امنیتي مېکانیزم د سولې او ثبات سره مرسته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا