اسلایدشوافغانستانمهاجرتمهم مطالبنړۍګزارش

پاناما کې کډوال لکه د بندیانو ساتل کیږي

دید خبرې آژانس: له امریکا ایستل شويو کډوالو کې د افغان کډوالو شمېر کم دی خو د افغانانو د پام وړ کېدای شي.

دغه کډوال د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له هغه فرمان وروسته چې ټول ناقانونه کډوال له دغه هېواده وباسي، د پاناما په ګډون د مرکزي امریکا بېلابېلو هېوادونو ته استول شوي دي.

پاناما کې دغه کډوال د دارین ګېپ په نوم یوې لرې پرتې او محدودې سیمې ته وړل شوي چې اوس له هغه ځایه خوشې او پلازمېنې ته وړل شوي.

یوه افغان کډوال چې هلته اوسېدلی، رویټرز خبري اژانس ته یې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، هلته ډېرې بدې ورځې تېرې کړي او اجازه ورته نه وه چې له خپلو کورنیو سره اړیکې ونیسي.

هغه زیاته کړې: ” دارین ګېپ ډېر خطرناک او محدودونکی ځای دی. هلته موږ نشو کولی له خپلو کورنیو سره خبرې وکړو، موبایلونه مو نه لرل، له وکیلانو سره مو تماس نشو نیولی. موږ کافي خواړه او نور ضروري شیان نه درلودل.”

راپور زیاته کړې چې په دغه ځای کې د چینايي، روسي او ایراني کډوالو په ګډون ۲۹۹ کډوال ساتل کېدل خو پوښتنه دا ده چې ولې دوی د بندیانو په څېر ساتل کیږي؟

د کډوال او راستنېدونکو چارو وزارت بیا د کډوالو له دا ډول ایستلو او بې ځایه کولو سره مخالفت ښودلی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني ویلي: «موږ د دا ډول جبري ایستلو او بې ځایه کولو چې هرڅوک یې کوي، خلاف یو. دا نه یوازې د اسلامي اصولو بلکې له نړۍوالو اصولو مخالف کار هم دی. »

اخوا د افغانانو د تخلیې بهیر د یوه بنسټ مشر، شان وېنديوار چې د ټرمپ د پرېکړو له پیله یې مخالفت څرګند کړی تازه یې ویلي: د جګړې پر مهال د دوی متحدین او پخواني سرتیري د امریکا د اوسني حکومت اصلي موخه ده، او هیله لرم چې حکومت ژر خپل لوری بدل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، ښاغلی حقاني بیا پر افغان کډوالو غږ کوي چې په کومو هېوادونو کې اوسیږي د هغو هېوادونو قوانینو ته درناوی وکړي.

هغه وايي، غوره به لا دا وي چې په جبري توګه د را ایستل کېدو پر ځای، پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي ځکه له راتګ سره به یې مهارتونه او پانګې افغانستان ته راشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا