اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ټېلېګراف: له افغانستانه د امریکا وتلو پوتین پر اوکراین د برید لپاره زړور کړ

تېلېګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې د سپینې ماڼۍ د یوه پخواني لوړپوړي کارپوه په حواله ویلي چې له افغانستانه د جوبایډن په مشرۍ د امریکايي ځواکونو وتل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته وهڅاوه چې پر اوکراین برید وکړي.

اېریک ګرین، چې د روسیې د چارو په اړه د سپینې ماڼۍ یو پخوانی لوړپوړی کارپوه دی، دا خبره مسکو ته د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) د مشر بیل برنز د سفر په تړاو وکړه، څو کریملین قانع کړي چې پر اوکراین برید ونه کړي.

ښاغلي ګرین وویل: «د طا-لبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، د مسکو چارواکو ګومان کاوه چې واشنګټن به د کیيف په ملاتړ کې زړه نازړه وي، او دې کار په اوکراین د برید د اسانتیا په اړه د پوتین تصور پیاوړی کړ.»

دا په داسې حال کې ده، چې مشهور امریکايي ژورنالیست باب ووډوارډ چې مخکې یې د واټر ګیټ دوسیه افشا کړې وه، په خپل نوي کتاب کې ویلي چې ولادیمیر پوتین د افغانستان د امنیتي ځواکونو سقوط له خپلو متحدینو سره د امریکا د نه ژمنتیا په توګه تفسير کړى دى.

نوموړي په خپل تازه خپور شوي کتاب کې چې د «جګړې» په نوم خپور شوی، پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو څرګنده کړې چې د بیل برنز په مشرۍ امریکايي پلاوی له مسکو څخه تر وتلو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې پوتین پر اوکراين د برید پرېکړه کړې وه.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د روسیې له ولسمشر سره  بیل برنز په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته خبرداری ورکړی و چې امریکا د روسیې له جنګي پلانونو خبر ده او د امریکا غبرګون به له سختو اقتصادي بندیزونو سره مل وي.

په همدې حال کې، په دغه کتاب کې راغلي چې پوتین په هغه وخت کې په ځواب کې اوکراین د یو غیر حقیقي هیواد په توګه بیان کړ او ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې یو غیر قانوني مشر وباله.

په نهایت کې ، ښاغلي ووډوارډ په خپل کتاب کې استدلال کوي ، د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو هڅې چې پوتین وهڅوي چې له خپلو جنګي پلانونو څخه شاته شي، نابريالۍ وې او روسي ځواکونو له دوهم نړیوال جنګ راهیسې په اروپا کې ترټولو لوی ځمکنۍ جګړه پیل کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا