اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ټي ټي پي د امریکا له زندانه د لطیف محسود د خلاصون غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: تحريك طا-لبان پاکستاني (ټي ټي پي) د یو پوځي افسر په ګډون د دریو یرغمل شویو د خوشې کولو په بدل کې د امریکا له زندانونو د خپل یوه غړي د خوشې کولو او د پاکستان له حکومت څخه د یو میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړى، چې د پاکستان د پوځ یو افسر او دوه نور کسان د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېدیځ دېره اسماعیل خان کې د «کولاچي» په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شول.

د پاکستان په ټولنېزو رسنیو خپاره شوي عکسونه د تحريك طا-لبان پاکستان له خوا تښتول شوي کسان ښيي، چې په ترڅ کې یې تښتونکو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له ټي ټي پي سره همکاري وکړي او غوښتنې یې ومني.

پاکستاني طا-لبانو له حکومت څخه د يو ميليون ډالرو د غوښتنې تر څنګ د خپل يوه غړي « لطيف محسود» د خوشې کولوغوښتنه هم کړې چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا نيول شوی او دا مهال د امريکا په زندان کې دی.

تحريك طا-لبان پاکستان همدارنګه د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په بدل کې د دغې ډلې د درېيو نورو غړو مسلم باغ، اعظم او نصرالله محسود د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا