اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ټروډو: د طا-لبانو له خوا د متقاعد کاناډايي سرتېري نیول تعقیبوو

دید خبرې آژانس: د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي، په کابل کې د طا-لبانو له خوا د دغه هېواد د پوځ د یوه متقاعد سرتېري ډیویډ لاوري نیول کېدل تعقیبوي او دا موضوع د ده په مشرۍ د حکومت لومړیتوب دی.

د فرانسې خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د کاناډا لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ښاغلي لاوري کورنۍ ته د کونسلي مرستې وړاندې شوې او د هغه په ​​مشرۍ حکومت به په دې برخه کې ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

تر دې مخکې د سي ټي وي نیوز په نامه د کاناډا خبري شبکې د پټو سرچینو په حواله خبر ورکړی وو چې طا-لبانو په کابل کې ښاغلی لاوري نیولی دی.

دغه خبري شبکې ویلي چې ښاغلی لاوري د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۳) کابل ته په سفر په ترڅ کې له داخلېدو وروسته د طا-لبانو له خوا ونیول شو.

طا-لبانو د دغه متقاعد کاناډايي سرتېري د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، ډیویډ لاوري د دغه هېواد شاوخوا سلو اتباعو سره د وتلو په برخه کې مرسته وکړه او د سي ټي وي نیوز په وینا، هغه دا مهال په کابل کې د «ریون رای» په نوم د یوې خصوصي امنیتي

شرکت او مشورتي خدماتو مشري کوله.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، د کاناډا حکومت د امنیتي دلایلو له کبله د ښاغلي لاوري او د هغه د نیول کېدو په اړه له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کړې ده.

دغه سرتېری چې څو لسیزې یې د کاناډا په ځانګړو ځواکونو کې دنده ترسره کړې او د ګډو ځانګړو عملیاتو د قطعې مهم غړی و، اوس په نړیواله کچه د پام وړ ګرځېدلی دی.

نوموړى په داسې حال کې نيول کېږي چې له غربي هېوادونو سره د طا-لبانو اړیکې لا هم په پېچلې حالت کې دي.

سي ټي وي نیوز ویلي چې ښاغلی لاوري په افغانستان کې د«کاناډايي ديو» په نوم پېژندل کېږي او د دغه هېواد یوازنی تبعه و چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پر ځمکه ناست و. په داسې حال کې چې د کاناډا د سفارت ټول کارکونکي څلور ورځې مخکې د تخليې په الوتنو کې له دغه هېواده وتلي وو.

د دې خبري شبکې یوې سرچینې ویلي دي چې طا-لبان په هېواد کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په کابل کې د ډیویډ لاوري له شتون او کار څخه خبر وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا