ټرمپ یوځل بیا د بګرام هوايي اډې پر اهمیت ټینګار وکړه
دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوځل بیا د امریکا لپاره د بګرام هوایي ډګر پر اهمیت له ټينګار سره وایي چې، د افغانستان دغه سټراټيژیکه اډه اوسمهال د چین په اختیار کې ده.
ډونالد ټرمپ د بګرام هوايي ډګر د نړۍ له لویو هوايي اډو یوه بولي او وايي چې، دا اډه له چین سره د نږدېوالي له امله د متحده ایالتونو لپاره مهمه ده.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې ده:«زه له افغانستانه وتم؛ خو غوښتل مې چې، بګرام وساتم. چین اوسمهال بګرام په خپل اختیار کې لري. زما نیت دا و چې، د نړۍ یوه له تر ټولو لویو هوايي اډو چې، هغه يې پرېښوده، وساتم. ما غوښتل ووځم او بګرام مې د افغانستان لپاره نه ساته، هغه مې د چین لپاره ساته؛ ځکه دا له هغه ځایه چې، چین پهکې خپلې اټومي وسلې جوړوي، یو ساعت واټن لري.»
دا لومړی ځل نهدی چې دونالد ټرمپ د بګرام هوايي اډې پر اهمیت ټینګار کوي. نوموړي تر دې مخکې هم د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال، له افغانستانه د امریکا د وتلو مسئلې ته نغوتې کړې وه او ویلي یې و، که بیا ولسمشر شي، نو بګرام هوايي اډه به بېرته ترلاسه کړي.
بلخوا، د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره او له سرپرست حکومت سره یې د اړیکو راتلونکی لا هم ناڅرګند دی.
اسلامي امارت تر اوسه د ډانلډ ټرمپ د دغو څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې دا ادعا رد کړې وه چې، ګواکې بګرام به امریکا ته وسپارل شي.
امیر خان متقي ویلي و:«کهچېرې په رسمیت هم وپېژني او ټول افغانستان له سره نوی جوړ کړي، بګرام څه، بلکې یو ګز ځمکه به هم نهورکول کېږي. دا د اسلامي امارت او خلکو دریځ دی.
بګرام هوايي اډه چې، د افغانستان په پروان ولایت کې موقعیت لري، د امریکا د ۲۰ کلن پوځي حضور پر مهال تر ټولو لویه نظامي اډه وه؛ خو کله چې، امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، دا اډه د اسلامي امارت تر واک لاندې راغله.