دید خبرې خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ، له افغانستانه وتل د امریکا په تاریخ کې یوه ناورین زېږونکې او شرمونکې ورځ بللې ده.

هغه د دغه هېواد په کانګرس کې په خپله تازه وینا کې ویلي، کهچېرې د وتلو پر مهال ولسمشر وای، هېڅکله یې د بګرام هوايي اډه نهپرېښوده.
ډانلډ ټرمپ په دې هکله زیاته کړه:«د افغانستان ناورین باید نهوای رامنځته شوې، دا زموږ د هېواد په تاریخ کې شرمونکې شېبه وه، ما هوډ نهدرلود، چې افغانستان په دا ډول ترک کړم؛ زه هغه کس وم، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره مې شرایط برابر کړي و.»
د ټرمپ په خبره، د بګرام هوايي اډه چې د نړۍ یوه له سترو پوځي اډو څخه ده، د چین د اتومي وسلې د جوړولو ځای ته د نږدېوالي له امله امریکا ته مهمه ده.
د امریکا ولسمشر ویلي:«ما غوښتل د بګرام اډه وساتم، د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د دې لپاره، چې دا اډه د چین د اټومي وسلو د جوړولو له ځایه، یو ساعت واټن لري. ایا دا ډېره غوره نهوه، چې دغه اډه زموږ په واک کې وای، ایا پوهېږئ، دا اډه اوس چا اشغال کړې؟ چین.»
اسلامي امارت تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د ټرمپ دا ډول څرګندونې بې بنسټه بللې وې.
بیاځلې واک ته د ډانلډ ټرمپ له رسېدو وروسته د کابل او واشنګټن اړیکو هم لوړې ژورې له ځان سره لرلې دي.
پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدل، کابل ته د امریکايي پلاوي سفر او د امارت له بنده د درې امریکايي وګړو ازادېدل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم موضوعات بلل کېږي.