اسلایدشوافغانستانمهم مطالبنړۍ

ټرمپ: زمونږ پوځي تجهیزات له کوم دلیل پرته افغانستان کې پاتې شول

دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د وتلو موضوع ته په نغوتې سره خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو پرېښودل یوه غیرعاقلانه پرېکړه وه، چې مېلیاردونه ډالر لګښت یې درلود.

Former President Donald Trump arrives at Trump Tower in New York, Monday, April 3, 2023. Trump is expected to be booked and arraigned the following day on charges arising from hush money payments during his 2016 campaign. (AP Photo/Bryan Woolston)

د امریکا ولسمشر چې د جاپان له لومړي وزیر سره یې ګډه خبري غونډه کې وینا کوله، زیاته کړې چې دغه پوځي تجهیزات له کوم موجه دلیل پرته پاتې دي او دا د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو یوه کوچنۍ برخه ده.

ورته مهال د امریکا دفاع وزیر ویلي چې دغه وزارت به ډېر ژر له افغانستانه د امریکا ځواکونو د ګډوډ وتلو بهیر وڅېړي، څو څرګنده شي چې په دغه بهیر کې کومې تېروتنې شوې او ولې تر اوسه څوک په دې تړاو څوک ځواب ویونکي نه وو.

نوموړي د پنټاګون له کارکوونکو سره په کتنه کې زیاته کړې چې د دې ارزونې موخه غچ اخیستنه نه ده، بلکې باید  تېرې   تېروتنې په ګوته شي او د تکرار مخنیوی یې وشي.

د امریکا دفاع وزیر پيټ هګست ویلي:«موږ غواړو شاته ستانه شو او هغه څه وڅېړو چې په افغانستان کې پېښ شول او ښکېل کسان ځواب ویونکي وګرځوو. دا د غچ اخیستنې لپاره نه؛ بلکې د دې لپاره چې پوه شو کومه تېروتنه شوې او ولې څوک په دې تړاو ځواب ویونکي نه‌وو. دا ډول موارد د ځواب ویلو د اهمیت بېلګې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي‌بي‌اېس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د سرپرست حکومت د جګړې د فصل په پای ته رسولو سره. هوډ لري چې له امریکا سره د اړیکو نوی څپرکی پرانېزي. نوموړي دغه‌راز ویلي، چې په افغانستان کې پاتې شوي نظامي تجهیزات په افغان حکومت پورې اړوند دي او د هېواد په واک کې به وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا