اسلایدشوخبرنړۍ

ټرمپ: د چین پر وارداتو ګمرکي تعرفې به د پام وړ ډول راټیټې شي

دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ویلي، حکومت یې نه غواړي له چین سره د سوداګرۍ په برخه کې سخت دریځ خپل کړي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د چین پر وارداتي توکو وړاندیز شوې تعرفې به ۱۴۵ سلنې ته ونه رسېږي.

 ټرمپ، چې له چین سره یوې سوداګریزې هوکړې ته د رسېدوهیله لري، څرګنده کړې یې ده چې که هوکړه وشي، ګمرکي تعرفې به د پام وړ ډول راټیټې شي.

هغه له بیجینګ سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ په اړه خوشبیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې که هوکړه و شي، تعرفې به د پام وړ کچې ته راټیټې شي. خو په ورته وخت کې ټرمپ خبرداری ورکړی چې که چین همکاري ونه کړي، نو امریکا به خپلې هوکړې ته شرایط و ټاکي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزې ناندرۍ لا هم د واشنګټن د بهرنۍ پالیسۍ له مهمو مسایلو شمېرل کېږي.

د امریکا او چین ترمنځ تجارتي جګړه د وروستیو لسیزو له مهمو اقتصادي موضوعاتو بلل کېږي، چې پر نړۍوال اقتصاد یې ژور اغېز کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button