ټرمپ د غيرقانوني کډوالو د شړلو لپاره پوځ کاروي
دید خبرې آژانس: د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) اعلان وکړ چې غواړي ملي بېړنى حالت اعلان کړي او له امریکا څخه د «ناقانونه» کډوالو د ایستلو لپاره له پوځ څخه کار واخلي.
هغه په «تروت» ټولنیزه شبکه کې د محافظه کار فعال په ځواب کې چې داسې پروګرام يې راپور کړى ليکلي» سمه ده«.
دغه ورځپاڼه وايي، په دې برخه کې د ټرمپ څرګندونې د کډوالۍ د سختو تګلارو د عملي کولو هوډ ښيي چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې ژمنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، ډونلډ ټرمپ د هغه تر مشرۍ لاندې د نوې کابینې د جوړولو لپاره خپل غوراوي وړاندې کوي او د کابینې د څوکیو لپاره د هغه څو پخوانۍ ټاکنې هم له نیوکو سره مخ شوي دي.
د لوی څارنوالۍ لپاره د فلوریډا پخوانی جمهوري غوښتونکی میټ ګیټز او همدارنګه د امریکا د دفاع وزارت لپاره د افغانستان د جګړې تجربه لرونکی او د فاکس نیوز خبريال پیټ هیګسټ د هغه په هغو ټاکنو کې دي چې غبرګون یې راپارولی دی.
تازه، ډونلډ ټرمپ د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت د پوسټ لپاره کرېس رایټ نومولی.
د يادولو وړ ده، چې د کابینې د جوړولو لپاره د ښاغلي ټرمپ لخوا وړاندیز شوي غوراوي د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې تصویب ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي چې دا پرمختګونه د ډونلډ ټرمپ هڅې څرګندوي چې د لوړې له مراسمو او د ولسمشريزې دورې تر پیل مخکې د هغه په مشرۍ حکومت ژر تر ژره چمتو کړي.