اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

ټرمپ: د امریکا لخوا بګرام هوايي دګر پرېښودل «احمقانه»و

د امریکا پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ پر ده له برید وروسته په خپله لومړۍ ټاکنیزه غونډه کې د بګرام هوايي اډه یوه مهمه پوځي اډه وبلله او ویې ویل، چې د امریکا لخوا ددې اډې پرېښودل« احمقانه» و.

ښاغلي ټرمپ بياځلې ټينګار وکړ چې دا اډه اوس د « چین»په لاس کې ده او زیاته یې کړه، که هغه ولسمشر وى؛ نو دا اډه به يې ساتلى وى او هلته به سرتیري هم درلودى.

نوموړي په خپلو خبرو کې بګرام د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر وباله.

ښاغلي ټرمپ په دغه راټولېدنه کې زياته کړه: «که زه وای، ما به بګرام ساتلی وای. «ځکه چې هوایی ډګر له هغه ځای څخه یو ساعت لرې دی چیرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي.»

د امریکا پخوانى ولسمشر وايي، امریکا کلونه وړاندې بګرام په میلیاردونو ډالرو جوړ کړی و.

ښاغلي ټرمپ  په دې راټولېدنه کې وويل: «موږ احمق يو، بګرام اډه اوس د چین په لاس کې ده.»

ښاغلي ټرمپ وايي د تخليې بهير بايد د بګرام له هوايي ډګره  ترسره شوي وای، نه د کابل نړیوال هوايي ډګر نه، چیرته چې چاودنه وشوه.

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو بده او له شرمه ډکه» تراژیدي وبلله.

ټرمپ همداراز زياته کړه، چې ولادیمیر پوتین له افغانستانه د امریکا له وتلو ګټه پورته کړه او پر اوکراین یې د برید امر وکړ.

د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند وايي، که هغه وای، نو پوتين به دا کار نه وای کړی.

ډونلډ ټرمپ همدارانګه ویلي، که دی د امریکا د حکومت په سر کې وای، نو د اکټوبر په اوومه به پر اسرائیلو د حماس برید نه واى پېښ شوى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا