دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ او د ټېسلا شرکت مشر او په ښې حکومتولۍ کې د ټرمپ سلاکار اېلن ماسک په یوه تازه خبري غونډه کې یو ځل بیا پر USAID ادارې نیوکه کړې ده.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/image-3.png)
دواړو په دغه خبري غونډه کې ویلي، د بهرنیو مرستو دغه اداره ناکاره او رشوت خوړونکې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، ماسک په دغه خبري غونډه کې منلې چې د دغې ادارې ځینې کارونه ارزښتناک و خو په ټولییز ډول یې کارونه له شکونو ډک دي.
هغه د ټاکنو پر مهال هم د دغې ادارې ځینو کړنو ته د شک په سترګه کتلي دي.
په دغه خبري غونډه کې، ټرمپ د اېلن ماسک له فعالیتونو هم ستاینه کړې چې د حکومت د کارونو په مؤثریت کې بشپړه ونډه لري او رښتینولي یې ډاډمنه کوي.
د امریکايي مرستو له بندیز وروسته په ډېری هېوادونو کې هغه ادارې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي چې فعالیتونه یې پر دغو مرستو ولاړ دي.