اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

ټرمپ، مکرون او زېلېنسکي په پاریس کې سره ولیدل

دید خبرې آژانس: د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په پاریس کې سره ولیدل. اروپایي مشران هڅه کوي، څو له روسیې سره په جګړه کې ټرمپ د اوکراین په ملاتړ قانع کړي.

ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې تر بریا وروسته په لومړني سفر پاریس ته د نوتردام د کلیسا په پرانیست غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی.

الیزه ماڼۍ اعلان کړی، چې په دې کتنه کې به د اوکراین او په منځني ختیځ کې د روانو جګړو په اړه هم بحث وشي.

ټرمپ الیزه ماڼۍ ته تر ننوتلو مخکې وویل: «داسې ښکاري چې نړۍ اوسمهال لېونۍ شوې ده او مونږ به یې په اړه خبرې وکړو.»

ولادیمیر زېلېنسکي بیا په یوې اعلامیه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي په اوکراین کې په عادلانه توګه ژر تر ژره جګړې پایته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «زمونږ د خلکو او د روان وضعیت او د عادلانه سولې په اړه مو خبرې وکړې، چې همکاریو ته دوام ورکړو او په اړیکو کې واوسو.»

د فرانسې د ولسمشر دفتر وایي، چې د دغې درې اړخیزې کتنې وړاندیز د مکرون له خوا شوی و.

ټرمپ ژمنه کړې، چې د اوکراین جګړه به ژر ختمه کړي، خو د ترسره کېدو څرنګوالی یې په ډاګه کړی نه دی.

دغې مسلې په کییف او اروپا کې د راتلونکو مذاکراتو په اړه اندېښنې راپارولې دي، خو زېلېنسکي ویلي: «سوله د قدرت له لارې شونې ده.»

د یادولو ده، چې د نوتردام کلیسا پنځه کاله مخکې د یوې اور لګېدنې له امله ویجاړ شوی و.

ټاکل شوې، چې دا کلیسا د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په حضور کې بیا پرانیستل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا