اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

ټرانسپورت وزارت: په موترنو کې اضافي او غیر معیاري څوکیو راټولول پیل شوي دي

دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د یوې نوي طرحې لمخې به د ټولو هغو موټر غیر معیاري او اضافي څوکۍ راټولې چې د کابل په ښاري لارو کې فعالیت کوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند وايي، دغه بهیر د دغه وزارت د ښاري ټرانسپورټ ریاست لخوا پیل شوی او ټاکل شوې چې د کابل په ټولو سړکونو کې پلی شي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي وویل: « لارو کې لیدل کیږي چې موټرچلوونکي له ځانه سره اضافي څوکۍ په موټرو کې ځای پر ځای کړې دي چې دا د خلکو د ځورولو لامل کیږي. د کابل عامه ټرانسپورټ ریاست له لوري د اضافي او غیر معیاري څوکیو راټولول پیل شوي دي.»

امام الدين احمدي د دغه کار موخه له قانونه د موټر چلوونکو د سرغړونې مخنيوى او ښاريانو ته د اسانتياوو رامنځته کول بولي او زياتوي چې په پام کې ده، دغه بهیر کابل ته د ولایتونو پر غځېدلو لارو هم پلی شي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند زیاته کړه: « هغه موټر چې کابل ته ځي او راځي دلته یو چک پاینټ لرو. زموږ تخنیکي ټیم یې د موټرو د ارزونې په موخه ګوري او یوازې هغه موټر نه چې اضافي څوکۍ لري بلکې هغه موټر چې مسلکي ستونزې لري هم کنټرولیږي.» 

هېوادوال بیا د دغه بهیر هرکلی کوي او له ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارته غواړي څو د مسافر وړونکو موټرو پر کرایو هم څارنه ولري.

کابل ښار کې د ښاري بسونو کمښت، ټرافیکي ګڼه ګوڼه او ټرانسپورټي ګډوډۍ هغه ستونزې دي چې د پلازمېنې اوسېدونکي له تېرو څو کلونو راهیسې ترې ګیلې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا