اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ټرافیکو ریاست: ۱۲ سوه کسان د ټرافیکي پېښو له امله مړه شوي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ټرافیکو ریاست کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته ويلي، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډیر ټپیان شوي دي.

ویل کیږي، د موټرو د ټکر دغه پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.

د طا-لبانو د ټرافیکو لوی ریاست په کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د موټرو د ټکر او اوښتو په پېښو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ۱۲ سوه کسان مړه شوي، چې له ډلې یې ۷۲۰ تنه سړي، ۱۰۳ تنه ښځې او ۳۷۷ تنه یې ماشومام دي.

د دغه ریاست چارواکو ویلي، چې په دغو ټرافیکي پېښو کې تر څلورو زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د طا-لبانو د ټرافیکو ریاست رسنیو ته ويلي، چې دغه مرګ ژوبله په ۲۷۰۰ ټرافیکي پېښو کې رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې تر ډېره پورې ټرافیکي پېښې د چلوونکو د ګړندي تګ، د چپ لاس موټر او له ټرافیکي اصولو د چلوونکو سرغړونې ښودل کیږي چې د ګڼو هیواد والو ژوند ترې اخلي.

د طا-لبانو د ترافیکو ریاست د ۱۴۰۳ وري میاشتې ۲۷مه ویلي و چې یوازې د اختر په شپو او ورځو کې په ۱۰۲ ترافیکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي او ۱۸۵ تنه نور ټپیان شوي وو.

د موټر او موټرسایکل چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول، ګړندی تګ او د ماشومانو له لوري د وسایطو چلول د ترافیکو پېښو د رامنځته کېدو نور لاملونه بلل شوي. که څه هم د طا-لبانو د ټرافیکو ریاست روان کال د بې شمېره ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې تګلارې د جوړېدو خبره کړې وه خو لا هم نه ده څرګنده چې دغه تګلاره تر اوسه پورې ولې نه ده عملي شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا