Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

ټام وېسټ په کابل کې ځانمرګي برید ترهګریز عمل ګڼلی

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې امریکا په کابل کې د دوشنبې د ورځې ترهګریز برید غندي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بې ګناه وګړو په نښه کول هېڅ توجیه نه لري.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

بل خوا د طا-لبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا/عش – خراسان ډلې په کابل کې د طا-لبانو د څارنې او تطبیق د ریاست پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته.

دا/عش – خراسان ډلې بیا په دغه برید کې تر ۴۵ زیاتو طا-لبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پېښه د دوشنبې په مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې د طا-لبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب د ریاست کارمندان د وتلو په حال کې وو.

د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کې یو شمېر د تېر حکومت ملکي کارکوونکي دي، چې د طا-لبانو په اداره کې یې هم کار کاوه.

امریکا لومړنی هېواد دی، چې په کابل کې یې شوی ځانمرګی برید غندلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button