دید خبرې آژانس: په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر ویلي د نجونو له زدهکړو او د ښځو له بشپړې وندې پرته په افغانستان کې پرمختګ ناشونی دی.

نوموړي کابل ته د خپل سفر په لړ کې، افغانستان کې د ځینو مثبتو پرمختګونو یادونه کړې او له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د لا ډېرو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په دې هکله وايي:«ښاغلي فلېچر ویلي، د افغان ښځو ستونزمن وضعیت لا هم دوام لري او دا موضوع د ملګرو ملتونو له اصلي لومړیتوبونو ده.»
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش طلوعنیوز ته وايي:«نن موږ ښځې په افغانستان کې په ټول کې خپلې ستونزې لرو، په ځانګړي توګه دا چې د علم او پوهې دروازه زموږ پر مخ تړلې دي. هره ورځ محدودیتونه زیاتېږي. د اسلامي امارت له حکومته زموږ غوښتنه دا ده، چې باید د افغان ښځو غوښتنو حقونو ته پام وکړي.»
له بلې خوا، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په دې کتنه کې فلېچر په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د دغو بدلونونو له پامه غورځول منصفانه نهدي. نوموړي دغهراز ویلي، چې فلېچر له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
د فطرت په وینا، په دې کتنه کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو پر جبري ایستلو نیوکه کړې او له ټولو هېوادونو سره یې د ښو اړیکو، متقابل درناوي او اقتصادي همکاریو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«ښاغلي فلېچر د افغانستان د امنیت او مثبتو بدلونونو ستاینه وکړه او افغانانو سره د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه، نوموړي زیاته کړه، چې د پراختیايي پروژو پلي کولو سره به د افغانانو تکیه پر مرستو راکمه او د ځانبسیاینې په لور به نږدې شي.»
بلخوا، ټام فلېچر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو، امنیت، سیمهییز ثبات، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې او له نشهيي توکو سره د مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.