اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

يوګليون څلورم نړیوال امنیتي کنفرانس جوړ شو

د يوګليون څلورم امنيتي کنفرانس د ۲۰۲۰لسیزه کې جګړې او سولې په اړه د وږي په ١٦ او ١٧مه د پولنډ په یوګیلون پوهنتون کې جوړ شو.

دغه کنفرانس د«د دښمنو هېوادونو عصر: په لسیزه کې د سولې او جګړې په اړه بحث» تر سرلیک لاندې جوړ شوى دی.

په دې کنفرانس کې لسګونو څېړونکو، د پوهنتون استادانو او د دوکتورا محصلینو برخه اخیستې ده.

د افغانستان په پخواني حکومت کې لوړپوړي امنیتي چارواکي او د امنیتي مطالعاتو په برخه کې د دوکتورا محصل بسم الله تابان په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه طا-لبان د سیمې او نړۍ امنیت ته ورځ تر بلې خطر زياتوي.

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې طا-لبانو په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د القا/عدې او تحریک طا-لبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر ډلو د فعال حضور لپاره شرایط رامنځته کړي دي.

د هغه په ​باور، افغانستان اوس د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی.

ښاغلي تابان همداراز وویل چې له واک ته رسیدو راهیسې طا-لبانو شاوخوا ۷۰ فرمانونه او قوانین صادر کړي چې د ښځو حقونه یې محدود کړي او افغانستان یې د ښځو لپاره په عامه زندان بدل کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې طا-لبانو په قصدي توګه د هزاره مېشتې سیمې د خپلو امنیتي تدابیرو څخه ایستلي دي چې د دا/عش په څېر ترهګرو ډلو ته یې د توکمیزو ډلو په نښه کول آسانه کړي دي.

ښاغلي تابان په افغانستان کې د تروریستي ګواښ د مخنیوي لپاره نړیوالې ټولنې ته هم سپارښتنې وکړې:

د رژيم او د طا-لبانو د مشرتابه پر اقتصادي فعاليتونو واقعي بنديزونه لګول؛

د طا-لب چارواکو پر سفرونو د نه زغملو محدودیتونو لګول؛

د نړیوالو بشردوستانه مرستو د څارنې لپاره د یو شفاف او عملي میکانیزم رامنځته کول ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا حقیقي اړو کسانو ته رسیږي؛

په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي تبعیض په رسميت پیژندل؛

د طا-لبانو ضد خوځښتونو لکه مدني ټولنې، رسنۍ او نظامي جبهې لکه د ازادۍ جبهې او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړ.

د کنفرانس تنظیموونکي ارتور ګروشچاک، د دغه کنفرانس موخه فکر کونکو ته د نن ورځې ترټولو مهم امنیتي ننګونو په اړه د خبرو اترو لپاره یو ځای چمتو کول ياد کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا