اسلایدشوبرگزیدهنړۍورزش او ځوانان

وینیسیوس جونیور د نړۍ د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو

دید خبرې آژانس: د فیفا د کال د غوره کسانو مراسم چې د “The Best” په نوم یادېږي، د سه‌شنبې په شپه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شول، چې په پای کې د ریال مادرید برازیلي لوبغاړي وینیسیوس جونیور د فیفا د کال د غوره لوبغاړي لقب وګاټه.

په همدې مراسمو کې، د ریال مادرید د فوټبال لوبډلې ایټالوي روزونکی کارلو انچلوټي د کال د غوره روزونکي په توګه وټاکل شو.

همدا راز، د اسټون ویلا مشهور ارجنټاینی ګول‌ساتونکي، ایمیلیانو مارتینز، د نړۍ د غوره ګول‌ساتونکي جایزه وګټله.

په دې مراسمو کې، د ښځو د غوره لوبغاړې جایزه د بارسلونا ټیم غړې، آیتانا بونماتي، چې د اسپانیا اوسېدونکې ده، وګټله، او د فیفا له‌خوا د ښځو د غوره روزونکې لقب د انګلستان اما هایس ته ورکړل شو.

سربېره پر دې، د کال غوره ګول د “الخاندرو ګارنچو” لخوا وګټل شو، او د فیفا د کال لوبډله کې لاندې لوبغاړي وټاکل شول: ایمیلیانو مارتینز (ګول‌ساتونکی)، ویلیام سالیبا، انټونیو روډیګر، ډیاس، داني کارواخال، بیلینګهم، رودري، ټوني کروس، وینیسیوس جونیور، ارلینګ هالند، او لامین یامال.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا