اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ
ویست: د افغانستان شیعه ګان له افراطیت څخه ډېر زیانمن شوي
ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په امام زمان جومات کې د ترهګریز برید په غبرګون کې ویلي، چې شیعه ګان له افراطیت څخه ډېر زیانمن شوي دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ نن دوشنبه (۲۴میزان) په اکس کې لیکلي چې په پلخمري کې د تېرې جمعې په تروریستي برید چې په کې ګڼ شمېر بې ګناه شیعه ګان مړه او ژوبل شول، ژوره خواشیني دی.
ویست: د افغانستان شیعه ټولنه له تاوتریخجن افراطیت څخه ډیره ځپل شوې ده.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.