افغانستانروستي خبرونه

ولسي جرګې غړی؛ احمد خواصی: امریکا په افغانستان کې د جګړې ګرم ساتل غواړي څو

د ولسي جرګې غړي، عبدالستار خواصي افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتېرو د راتګ په غبرګون کې ویلي: د سرتېرو د شمېر زیاتوالی په افغانستان کې جګړه ګرموي؛ کله چې یې ۱۵۰ زره سرتېري درلودل د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلل، له ۳ تر ۸ زرو سرتېري څنګه کولای شي دا کار سر ته ورسوي؟

خواصي وویل: اصل خبره دا ده چې امریکا په افغانستان کې د جګړې ګرم ساتل غواړي څو په افغانستان کې پاتې شي او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ګډوډ کړي.

نوموړي زیاته کړه: د ناټو راتګ د جګړې له تودېدو، بدبختیو او ناارامیو پرته بل پیغام نه لري. پخوا ځېنو  کسانو د شوروي پښې افغانستان ته راوڅکولې چې په پایله کې یې د جمهوریتونو اتحاد د روسیې په فدراسیون بدل شو.

د ده په خبره، نن هم ځېنې «چکچکي» کسان یو ځل بیا د ناټو پښې افغانستان ته راکشوي ”خو ان شاء الله امریکا به په واشنګټن ډي سي بدله شي او په افغانستان کې به د ناټو تړون هم ختم شي“.

د ولسي جرګې دې غړي له امریکا وغوښتل چې له پخواني شوروي اتحاد نه دې درس واخلي او افغانستان ته په راتګ سره دې خپل ځان نه ”تباه او بربادوي“.

د ځېنو نورو غړیو په څېر خواصي هم له امنیتي تړون نه سر ټکوي. نوموړی وايي په ځلونو افغانانو او د ملت استازو خپل غږونه پورته کړل، چې له امریکا سره دې امنیتي تړون نه لاسلیکېږي، خو د امریکا د ځينو کسانو په ټینګار او هڅو دغه تړون لاسلیک شو.

د نوموړي په وینا دا په حقیقت کې د امریکا په لاس کې د افغانانو د مرګ وثیقه ده او موږ پخپله ځان د امریکا ګولۍ ته درولی دی.

هغه یو ځل بیا پر ولسي جرګه غږ وکړ، چې که رښتیا غواړي چې په افغانستان کې روانې جګړې ودرېږي نو له امریکا سره دې پر امنیتي تړون له سره غونډه وکړي او دغه تړون دې لغوه کړي.

نږدې درې کاله وړاندې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، اوس یو ځل بیا غواړي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره نور سرتېري راولېږي.

د ناټو دغه پرېکړه د حکومت له هرکلي او د ملي شورا د ځېنو غړو له مخالفت سره مخ شوه.

د ملي شورا غړي وايي چې د بهرنیو سرتېرو شمېر زیاتول یوازې دا نه چې د امنیت په راوستلو کې مرسته نه کوي بلکه جګړه به د پخوا په نسبت نوره هم توده شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا