اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست
ولسمشر: د ټوپک په زور نه یم راغلی
ولسمشر غني، تېر ماښام د پيشه ورانو د ملي اتحادیې له غړیو سره کتنه کړې او په ترڅ کې یې ویلي دي، چې د خلکو په رایه ارګ ته راننووتی یم .
د دید خبرګزارۍ دګزارش له مخې، هغه په دې کتنه کې ویلي دي : په ټوپک، زور او زر دلته نه یم راغلی؛بلکې ستاسې په پاکو رایو راغلی یم او تاسې ته ځواب درکوونکی یم .
ښاغلي ولسمشر غني د ولسمشرۍ مقام په باب وویل : دا مقام د نښلون او یووالي مقام دی؛ نه د درز او نفاق اچولو .
د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې مطرحېږي، چې د حکومت د رهبرۍ په کچه اختلافات زیات شوي او ځینې د حکومتونو له څو لاسۍ سر ټکوي .