اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

وال سټریټ ژورنال: واشنګټن لاهم له افغانستانه د وتلو منفي پایلو سره ښکېله ده

دید خبرې آژانس: وال سټریټ ژورنال د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د وروستي راپور پر بنسټ ویلي دي چې، واشنګټن لاهم له افغانستان د وتلو له منفي پایلو سره ښکېله ده.

په دغه راپور کې د دغو منفي پایلو دلیل، د اسلامي امارت په بند کې د اوو امریکايي وګړو شتون او په افغانستان کې د ښځو وضعیت بلل شوی دی.

وال سټریټ ژورنال د یو انتقادي او د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د ۳۵۰ مخیز راپور د ارزونې د راپور په خپرولو سره ویلي چې، د بایډن اداره د امریکایانو د احتمالي تخلیې لپاره په پروګرام جوړولو کې ناکامه پاتې شوه او د ۲۵۰۰ پوځیانو ژغورنې ته د بایډن نه لېوالتیا د بګرام اډې د پرېښودو په معنا وه چې، همدا چاره لامل شوه د کابل له ملکي هوايي ډګر څخه د تخلیې وحشتناکه لړۍ ترسره شي.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي:«دا وضعیت د ځانمرګي برید له امله د ۱۳ امریکايي سرتېرو او ماشومانو په ګډون د ۴ ملکي افغانانو د وژل کېدو لامل شو چې، الوتکې پورې د ځان نیولو پر مهال مړه شول.»

د دغه راپور په بله برخه کې راغلي د بایډڼ ډله وايي چې، ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره د وتلو لار ورته پرېښې وه؛ خو بایډن د ټرمپ نورو تګلارو ته هېڅ درناوی ونه‌کړ او طا-لبانو په هر حال کې په دوحه کې خپلې ژمنې نقض کړې.

په دغه راپور کې د اسلامي امارت له لورې د دوحې د هوکړې پر نه عملي کېدو هم نیوکه شوې. سره له دې چې، اسلامي امارت په دې تړاو څه نه‌وایي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې، اسلامي امارت په دوحه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا