والټز: افغانستان راته مهم دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي چې افغانستان ورته ډېر مهم دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون راپور ورکړ والټز ټینګار کړی چې هغه نه غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې پېښه تکرار شي.
په راپور کې راغلي چې که څه هم هغه به افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیرته ستنیدو په لټه کې نه وي، خو نه شي کولای چې په امریکا باندې بل برید ته په تمه وي.
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، والټز یادونه وکړه چې د امریکا د امنیت او ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره، باید د استخباراتي معلوماتو پر راټولو تمرکز وشي.
هغه د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د اسلامی امارت پر وړاندې سخت دریځ درلود.
هغه تر دې وړاندې په مرکو او کانګرس کې د ا.ا.ا پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار کړی و.
والټز په خپل وروستي کتاب کې لیکلي: «که موږ د کندهار په څېر سیمو کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ونه کړو، نو دا جګړه به د امریکا کانزاس سیټي ته راورسیږي.»
هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پرناوړه وتلو په نیوکې سره څرګنده کړې وه، چې د بګرام پوځي اډه باید ساتل شوې وای.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا د جنورۍ پر ۲۰مه، د خپلې لوړې مراسم ترسره کړي.
د وخت په تېرېدو سره به ولیدل شي چې د امریکا د نوي حکومت چلند به د اسلامی امارت پر وړاندې څه ډول وي.