اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

واشنګټن پر رفح د اسرائیلي رژیم د پوځي برید ملاتړ نه کوي

دید خبري آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر رفح باندې د اسرائیلي رژیم د پوځي برید ملاتړ به ونه کړي.

د امریکا له مخالفت سره سره اسرائیلي رژیم خپلو پوځیانو ته امر کړی چې د رفح ښار ته د ننوتو لپاره چمتووالی ونیسي.

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لخوا صهیونیسټي پوځیانو ته د مصر سره په پوله رفح ښار ته د ننوتلو حکم په داسې حال کې صادریږي چې دغه ښار د یو میلیون نه د زیاتو فلسطینیانو د پناه ځای دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل ​​پرون (پنجشنبه د ډلو ۱۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: «په داسې یوه سیمه کې چې د یو میلیون کسانو د اوسېدو ځای دی، له پلان او لږ فکر پرته د داسې عملیاتو ترسره کول به ناوړه وي».

پټیل زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو د رژیم له صدراعظم سره په کتنه کې دا موضوع مطرح کړه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په رفح باندې د اسراییلو د برید په صورت کې له یو میلیون څخه زیات فلسطینیان چیرته پناه اخیستلی شي، پټیل وویل: «دا مشروع پوښتنې دي چې موږ باور لرو چې اسراییل باید ځواب ووایي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د رفح ښار ته د اسراییلو د پوځي عملیاتو پراخول په سیمه کې د نه منلو وړ پایلې لري.

هغه زیاته کړه چې په سلهاو زرو فلسطینیانو د رفح ښار له شخړو څخه د تیښتې لپاره پناه غوښتې ده او په دغه سیمه باندې حمله به په غزه کښې د «انساني خوب» د خرابیدو سبب شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا