اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

واشنګټن طا-لبان ته: د بندیزونو لرې کول د ژمنو پر عملي کولو ولاړ دی

دید خبرې آژانس: سپینه ماڼۍ وايي، که اسلامي امارت د بندیزونو د لرې کېدو او د نړۍوال مشروعیت غوښتونکی وي؛ نو باید پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د برېکس سازمان په غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون له غوښتنې وروسته؛ امریکا وايي، که اسلامي امارت غواړي چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې او نړۍوال مشروعیت پیدا کړي؛ نو په کار ده چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، اړتیا ده چې افغان مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کې ونډه ورکړل شي.

د هغې په خبره، امریکا له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د ښځو او نجونو د حقونو او د امریکايي وګړو د ازادېدو غوښتونکې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارن ژان پېیر ویلي: « طا-لبان د نړیوالو مشروعیت او پر دوی د لګېدلو بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کوي؛ خو دا ټول له دې پورې تړلي چې دوی باید لږ تر لږه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو له شتون پرته خپل اقتصاد په پښو نه شي ودرولی، مونږ له طالبانو سره د تعامل لپاره د ښځو او نجونو د حقونو ورکړې، او د امریکايي وګړو د ازادېدو غوښتنه کوو.»

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکايي وګړو زنداني کېدو له اسلامي امارت سره د امریکا د تعامل مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت چارواکي به د برېکس سازمان په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا