اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

واسیلي نیبنزیا: پر طا-لبانو باندې د روسیه د بندیزونو لرې کولو په اړه خبرې روانې دي

دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا وایي چې پر طا-لبانو د روسیې د بندیزونو لرې کېدو په اړه خبرې روانې دي.

هغه وویل که څه هم د بندیزونو له نوملړه د طا-لبانو د ایستلو لپاره کره وخت نشته، «خو په دې اړه مې خبرې اوریدلې دي.»

د یکشنبې په ورځ د دوحې په درېیمه ناسته کې د ۲۵ هېوادونو ځانګړو استازو، د پنځو نړیوالو سازمانونو او طا-لب استازو ګډون کړی وو.

طا-لبانو په دغه ناسته کې د بندیزونو د لرې کولو، له خصوصي سکټور سره د هیوادونو د مرستو او په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې غوښتنې وکړې.

روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د ډېرو هېوادونو په څېر پر طا-لبانو بندیزونه لګولي دي. مسکو له طا-لبانو سره د خپلو تودو اړیکو سره سره، دغه ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه نه ده ایستلې، خو ژمنه یې کړې ده چې دا کار به کوي.

د فرانس پریس اژانس په وینا، نیبنزیا د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل: «په دې اړه چې موږ د دوی په وړاندې د روسیې د بندیزونو لرې له کولو څخه څومره لرې یو، زه نه شم کولی کره ځواب درکړم، خو ما په دې اړه خبرې اوریدلې دي.»

نوموړي د جګپوړو روسي چارواکو هغه څرګندونې تکرار کړې، چې ګواکې طا-لبان په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د دغه هېواد واک یې په لاس کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وري میاشتې په لومړیو کې د ټاس دولتي خبري اژانس ته ویلي و چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طا-لبانو د ایستلو په اړه غور کوي.

د طا-لبان حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو راهیسې هیڅ یوه هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

روسیه طا-لبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو د امنیت شورا په ګډون یې په نړیوالو فورمونو کې له خپلو دریځونو دفاع کړې ده.

نیبنزیا د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې د طا-لبانو په اړه خبرې کولې چې روسیې د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لنډمهاله مشري په غاړه واخیسته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا