اسلایدشوافغانستانبشري حقونهحکومتخبرد ښوونځیو بیا پرانیستلښځې

هېډر بار: نړیوالې ټولنې د افغان نجونو د ښونیزو ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي

دید خبرې آژانس: پر بشري حقونو د څار بنسټ وايي، له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده‌کړو بندیز او له لوړو زده‌کړو د هغوی محرومېدو، په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې پراخې ستونزې رامنځته کړې دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو د څانګې مرستیاله هېډر بار له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغان نجونو د ښونیزو ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.

هېډر بار وايي:«له شپږم ټولګي پر پورته زده‌کړو بندیز، پر طبي زده‌کړو بندیز، لوړو زده‌کړو ته نه لاسرسی، او د کانکور ازموینو او فراغت ورځو په څېر له مهمو شېبو د نجونو حذفېدل، نه یوازې دا چې د نجونو او د هغوی د کورنیو ژوند ته ژور زیانونه اړولي؛ بلکې د هېواد راتلونکي ته یې نه جبرانېدونکي زیانونه رسولي دي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د شمېرو له مخې، تر اوسه پورې ۲٫۲ مېلیونه نجونې په افغانستان کې د دغو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، چې یوازې۴۰۰ زره یې په روان زېږیز کال پورې اړوند دي.

یونېسف خبرداری ورکړی، که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي، نو څه باندې څلور مېلیونه نجونې به له زده‌‌کړو محرومې پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button