اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

هېواد ته د بې کیفیته موبايلونو د واردېدو څخه مخنیوي

دید خبرې آژاننس: د اسلامی امارت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پرېکړې له مخې، له دې وروسته د ګرځنده ټلېفونونو واردوونکي شرکتونه مکلف دي، چې هېواد ته د مبایل سیټونو له واردولو وړاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې څخه د مبایلونو د تورید جوازلیک ترلاسه او په قانوني ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت، چې هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم سربېره د هېواد په کچه د ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا دنده هم پر غاړه لري د وخت د غوښتنو او د چارو د اسانتيا په موخه وخت په وخت ګڼ مهم سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپاري، چې د همدې لړۍ په دوام هېواد کې د بې کیفیته او جعلي مبایل سیټونو د واردولو، د هېوادوالو د ګرځنده ټلیفیونونو د ورکېدو د مخنیوي په موخه یو سیسټم چې د ټولو ګرځنده ټلېفونو (ای ام يي ای) شمېرې په کې درج وي جوړ او عملا یې ګټې اخیستنې ته سپارلی، په همدې اساس د ګرځنده ټلېفونونو واردوونکي شرکتونه اړ دي څو د (ای ام يي ای)مشخصو شمېرو له ثبت او راجسټر کېدو او له تورید څخه وړاندې د اټرا ادارې جواز لیک ولري.

په همدې اساس د هېواد ټولو هغو سوداګرو ته، چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته ګرځنده ټلېفونونه واردوي خبر ورکول کېږي، چې له دې وروسته د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د جوازلیک د نه درلودو په صورت کې د مبایلونو له واردولو ډډه وکړي.

د غیر قانوني کړنو د لیدو په صورت کې به اړونده شرکت له قانوني چلند سره مخ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا