Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

هیود او ارشاد هغه ځوان وروڼه چې په کونړ کې یې ځان وژنه کړې دی

د دید خبري آژانس: له کنړ څخه راپورونه وايي، چې په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې دوو ځوانو وروڼو ځان وژنه کړې ده.

له کونړ څخه ځینو سرچینو ویلي، چې د کونړ دوه وروڼه هیواد او ارشاد چې په چوکۍ ولسوالۍ کې اوسېدل، په څلورو میاشتو کې ځان وژنه کړې ده.
له دغو وروڼو څخه یوه یې څلور میاشتې وړاندې او بل یې نن ځان وژنه کړې وه.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه د دغو دوو وروڼو د ځان وژنې لامل نه دى معلوم.
ځايي چارواکو د نوموړي د ځان وژنې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Back to top button