دید خبرې آژانس: د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد یې په پام کې لري چې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خبرو او تعامل ته دوام ورکړي.

د دغه وزارت ویاند زیاته کړې چې د هند بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د کابل او نوي ډیلي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهېر جیسوال و ویل: «دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د پراختیايي مشارکت پیاوړتیا ته ژمنتیا وښوده. د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له خلکو سره پر دودیز مشارکت او د دغه مشارکت د پراختیایي اړتیاو لپاره د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ. موږ خبرې وکړې او اوس هوډ لرو چې دا تعامل د پراختیایي مشارکت او خلکو ترمنځ د اړیکو په ګډون له بېلابېلو لارو مخته یوسو.»
نوموړي دغه راز کشمیر کې پر سېلانیانو د برید په تړاو د کابل د دریځ هرکلی وکړ او هغه یې د دواړو هېوادونو د ښې ارادې نښه وبلله.
رندهېر جیسوال ویلي: « زموږ د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات له سرپرسته مننه وکړه چې د پهلګام ترهګریز برید یې په کلکه غندلی دی. نوموړي همداراز د هغو هڅو د ردولو هرکلی وکړ، چې موخه یې د ناسمو او بې بنسټه راپورونو له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کول و.»
بلخوا، د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند په بیجینګ کې د چین، پاکستان او افغانستان د درې اړخیزې غونډې په تړاو و ویل چې د دغو هېوادونو د تعامل څرنګوالی په هند پورې اړه نه لري.
هند په تېرو درېیو کلونو کې هڅه کړې چې په اقتصادي او سیاسي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.