اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ
هند: زموږ هوډ به هغه وخت پوره شي چې موږ ټول جمو او کشمیر بیرته ترلاسه کړو
دید خبری اژانس: د هندوستان د دفاع وزیر وویل ددغه هیواد هوډ به هغه وخت بشپړ شی چې نوی ډهلی وکولای شی د جمو او کشمیر ټوله سیمه بیرته ونیسی.
د ګلوبل ویلیج سپیس د راپور له مخې، د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ د لړم په ۶مه د دغه هېواد د پوځ د یونټ غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د هېواد هوډ به هغه مهال بشپړ شي چې د ګلګت بلتستان په ګډون د جمو او کشمیر ټوله خاوره بېرته واخلي.
د هغه په وینا، په داسې حال کې چې کشمیر یو پتلی غرنی خنډ دی چې د کشمیر دره د پنجاب له میدانونو څخه جلا کوي، ګلګت بلتستان یوه لویه ټوټه ده چې د لویدیځ لور ته د افغانستان او له هغه ځایه د منځنۍ آسیا جمهوریتونو ته د هند د پراختیا مخه نیسي.
د يادونې وړ ده، چې جمو او کشمير له ډېرې مودې راهيسې د پاکستان او هند تر منځ جنجالي سيمه ده.