اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

هند د افغانستان د لیتیمو په لټه کې دی

دید خبرې آژانس: سوٸلي اسیا غږ خپرونې په یوه مقاله کې لیکی چې هند هیواد هڅه کوي د افغانستان د کانونو او لیتیم زېرمو ته لاسرسی ومومي.

په دې مقاله کې دافغانستان د لیتیمو زېرمې یو تریلیون ډالره اټکل شوې دي؛ خو خپرونه وايي په دې سوداګرۍ کې د هند اصلي سیال چین دی.

له بلې خوا يادې خپرونې لیکلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو شتون، امنیتي بې ثباتي او په هیواد کې د زېربنایي ننګونو له امله دغو کاني زیرمو ته لاس رسی ستونزمن برېښي.

د سوٸلي اسیا غږ خپرونې ويلي، د افغانستان په کانونو کې د هند ګډون به د دغه هېواد لپاره یوه ستراتیژیکه پانګونه وي چې کولی شي په افغانستان کې «سیاسي او اقتصادي چاپیریال د طالبانو په ګټه» ښه کړي.

په دې مقاله کې همداراز زياته شوې، چې چین اوس مهال د نړۍ ٦٠ سلنه لیتیمو پروسس کنټرولوي.

د مقالې د موندنو له مخې، که هند له افغانستان څخه د لیتیم په ترلاسه کولو کې بریالی شي، پر چین به د دغه هېواد تکيه کمه شي.

د سویلي اسیا غږ خپرونې زیاته کړه چې د طا-لبانو له نظره، د لیتیم ويستلو په برخه کې له هند سره ښکیلتیا ډیرې ګټې لري او د پانګونې شرایط او اقتصادي وضعیت ښه کوي.

خو طا-لبانو تر اوسه په افغانستان کې د لیتیمو کان کيندنې او پانګونې په برخه کې د هند د لېوالتیا په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا