اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

هندوستان له افغانستان سره د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکوی

دید خبرې آژانس: د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وکرم مسري سره کتلي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ او ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو مرستیالانو هم شتون درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او د خلکو تر منځ په اړیکو هر اړخیزې خبرې اترې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د هندوستان د بشردوستانه مرستو له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي؛ د سیمې د یو مهم او اقتصادي هېواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

ښاغلي متقي هندي لوري ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه چا ته خطر نشته او د ډيپلوماتیکو اړیکو د لوړولو د سوداګرو، ناروغانو او محصلینو د ویزو اړوند د رامنځته کولو هیله څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دغه کتنه کې ویلي، چې هندوستان او افغانستان تاریخي اړیکې لري او هندوستان غواړي، چې دا اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد يې په تېرو شاوخوا درې نيمو کلونو کې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او غواړي، چې له افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په پلې کولو کې هم مرسته وکړي.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات او له نشه یي توکو او فساد سره د اسلامي امارت د مبارزي ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې هندوستان لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخه کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګري ته وده ورکړي.

په پای کې دواړو لورو د ویزو او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا