افغانستانروستي خبرونهټولنه

هلمند والي د کانکور ازموينې له بهير ليدنه وکړه


هلمند والي حيات الله حيات، نن پنج شنبه په داسې حال کې چې د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل هم ورسره وو، د کانکور ازموينې له بهير څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي حيات د کانکور ازموينې مسُولينو سره د پروسې په هکله خبرې اترې وکړې او هم يې زده کوونکي وهڅول چې د لوړو زده کړو لپاره يې د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی دی.
سږکال له هلمنده نېږدې دوه زره زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې ګډون لري، چې له دې جملې  ۲۱۲ يې ښځينه او پاتې نور نارينه زده کوونکي دي.
د کانکور ازموينې اخيستلو وختونه په دوه برخو سهار او ماسپښين ويشل شوي دي، چې زر تنه زده کوونکي سهار او زر هم ماسپښين ازموينه ورکولای شي.
ټول ګډونوال زده کوونکي له وړاندې بايوميتريک شوي دي، چې د سل سلنه شفافيت او منظم طرزالعمل له مخې ازموينه اخيستل کېږي.
په ازموينه کې ۱۶۰۰ بېلابېل سوالونه راوړل شوي او زده کوونکي څه کم درې ساعته وخت لري چې يادې پوښتنې حل کړي.
همدارنګه هغه غېر حاضر زده کوونکي چې په کانکور ازموينه کې يې ګډون ونه شو کړای، تر کوچني اختر وروسته چانس لري، چې په مرکز کابل کې متفرقه ازموينه ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا