اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

هرات کې د کوچنیو متشبثینو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړیږي

دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، په پام کې ده چې د کوچنیو صنایعو د ودې په پار کوچنیو متشبثینو لپاره یو صنعتي ښارګوټی جوړ شي.

دغه زر جریبه پراخ صنعتي ښارګوټي به د هرات ښار په لویدیځ کې جوړ شي.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي و ویل: «د ځمکې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او ټاکل شوې چې ژر د منظورۍ لپاره مرکز ته واستول شي، څو عملاً پر دې زر جریبه ځمکه کار پیل شي.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونې د مسوولینو په خبره، سلګونه پانګوال د کوچنیو صنایعو په برخه کې پانګونې سره لېوالتیا لري.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مرستیال، توریالي غوثي و ویل: «کله چې زموږ پانګوال وړاندیز کوي، موږ کولای شو ژر د دوی اسناد پروسس کړو. سلګونه پانګوال ځمکې ته په تمه دي.»

ورته مهال د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد بسیاینې او پر بهرنیو توکو د اتکا کمېدو په موخه د کوچنیو صنایعو پراختیا اغېزناکه چاره ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر، محمد یوسف امین و ویل: «دا ډېره اغېزمنه پروژه ده. موږ به نور د کوچنیو صنعتي محصولاتو له وارداتو خلاص شو. دغه راز، زموږ سوداګر او پانګوال به د هېواد اقتصاد او سوداګرۍ ته وده ورکړي.»

د هرات د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره، په وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې د کوچنيو صنایعو ډېری برخه د ښځو له لوري پرمخ وړل کیږي چې د پام وړ پرمختګ یې لرلی دی.

په هرات کې کوچنۍ صنایع تر ډېره په کورنیو کوچنیو کارغالو کې فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button