اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

هرات کې ترافیکی پیښې/ اته تنه مړه شوي

دید خبرې آژانس: په هرات ولایت کې ځاېې سرچینې وايي چې دغه پېښه تېره شپه د هرات – ادرسکن پر لويه لاره د ادرسکن ولسوالۍ په خاجوري سيمه کې له يوه باروړونکي موټر سره د سورلۍ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، په دې پېښه کې د درېيو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون اته کسان مړه شوي.

یادې پېښې ته نږدې کسانو ویلي، چې دغه ټکر دومره په شدت سره شوی چې د سورلۍ وړوکی موټر څو ټوټې شوی او د مړو ځینې جسدونه هم ټوټې ټوټې شوي.

په هرات کې ځايي طا-لب چارواکو د دغې پېښې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د موټرو د ټکر پیښې نوې نه دي او هره ورځ په منځني ډول له یوې تر درېیو پورې د ټکر پېښې په بېلابیلو ولایتونو کې کیږي.

له دې پېښې يوه ورځ مخکې د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د ټرافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي وو.

په افغانستان کې د موټرو د ټکر پېښې د چلوونکو ګړندی تګ او له ټرافیکي اصولو څخه د چلوونکو سرغړونه په ګوته شوې چې تل پر لویو لارو د ټکر لامل کیږي.

د طا-لبانو حکومت په افغانستان کې د موټرو د ټکر له دومره زیاتو پېښو سره سره بیا هم په دې نه دي توانیدلي چې د داسې پېښو مخه ونیسي.

د طا-لبانو د ټرافیکي عمومي ریاست او ولایتي څانګې یې یوازې د عوایدو زیاتېدو په موخه د چلوونکو په نامه هر کس ته د موټر چلولو لایسنس ویشي، چې بیا په ښارونو او لویو لارو کې دغه چاره د ټکر د ډېرو پېښو لامل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا