اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

هبت الله خلکو ته:د اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودرېږي

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملاهبت الله اخوندزاده په کندهار کې د ”اسلامي پولیسو“ له روزنیز مرکز څخه د طا-لبانو د فراغت غونډه کې د وینا پر مهال له خلکو غوښتي، چې د دغې ډلې سره اوږه په اوږه ودرېږي.

د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده شمالي ولایتونو ته له سفر راګرځېدو وروسته په کندهار کې د طا-لب جنګیالیو د روزنیزو زده‌کړو د فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د (وږي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپلې وینا کې طا-لبانو ته ویلي:« تاسې مه مایوسه کېږئ زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې اسلامي امارت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.»

همدارنګه ملا هبت الله اخوندزاده طا-لب جنګیالیو ته د بیت المال پر ساتنه او خلکو سره د ښه سلوک پر کولو سپارښتنه کړې.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طا-لب جنګیالیو د روزنیز پروګرام فراغت غونډه کې د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم ګډون درلود.

د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تېرې اګسټ میاشتې په ورستیو کې له شمالي ولایتونو څخه د لیدنې سفرونه پیل کړل او د شمالي ولایتونو او قوش تېپې کانال پروژې څخه تر لیدنې وروسته تازه کندهار ته ستون شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا