اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

هبت الله آخند د کندهار د امنیتي وضعیت څارنه کوي

دید خبرې آژانس: په یو غږیز پیغام کې چې مونږ ته رسیدلی، د طا-لبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کندهار د امنیتي وضعیت‌ په اړه د دغه ولایت د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د امنيه قوماندانۍ د قرارګاه د ټولي قوماندان ذوالفقار سره د مخابرې له لارې د امنیتي وضعیت پوښتنه او څارنه کوي.

هبت الله د مخابرې له لارې د څو بیلابیلو طا-لب امنیتي چارواکو پوښتنه هم کوي، او دغه خبرې چې ظاهرا د شپې پر مهال شوي، نومړي دا څاري چې د ښار امنیتي کسان ویښ دي او که نه.

په دغه پیغام کې د کندهار د امنيت امر محمدولي شاه اغا هبت الله ته ډاډ ورکوي‌، چې په دغه ښار کې امنيتي ګزمې په منظمه توګه روانې دي او دا چې کومه امنیتي‌ ستونزه نه شته.

په کندهار کې د طا-لبانو د امنيه قوماندانۍ د ټولي قرارګاه قوماندان ذوالفقار هم هبت الله ته د امنیت په اړه د اطمینان ورکولو وروسته وايي، چې ځینې کسان په مخابرې کې ځکه غږ نه کوي، چې د هغه غږ یې اوریدلی او خبرو ته یې غوږ نیولی دی.‌

په دې وروستیو کې یو شمیر رسنیو د کندهار د امنیتي‌ وضعیت د خرابیدو په اړه یو لړ راپورونه خپاره کړي و او دغه پیغام د همدې اندیښنو وروسته خپور شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا