اسلایدشوافغانستانبرگزیدهحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

هبت الله آخندزاده ټولو مسلمانانو ته: له اختلافونو څخه ډډه وکړي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت رهبر، شیخ هبت الله اخندزاده د کندهار ولایت په عیدګاه جومات کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته له ټولو مسلمانانو غوښتي څو له اختلافونو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت رهبر د خلکو ترمنځ اختلافونه شیطاني سیاست بللی او په خبره یې، د مسلمانانو په منځ کې اختلاف نه غواړي.

شیخ هبت الله اخندزاده ویلي: « د طاعون په ناروغۍ خوښ شئ خو په بې اتفاقۍ مه خوښیږئ، ځکه اختلاف تر ټولو ناروغیو بده ناروغي ده، زه د افغانانو په منځ کې اختلاف نه غواړم، په یوه ورځ دې ټول ماته یو شي، ما دې له دې منسبه لرې کړي، زه په دې خوشاله یم خو په دې نه یم خوشاله چې د دوی په منځ کې اختلاف وي.»

د اسلامي امارت رهبر په خپلو خبرو کې دغه راز ویلي، د یووالي نشتون په صورت کې به د نړۍ ستر قدرتونه مسلمانان وځپي او خلک یې یووالي ته رابللي دي.

هغه زیاته کړې، اوسنی نظام یو اسلامي امارت شرعي نظام دی.

د اسلامي امارت رهبر د خبرو په یوه بله برخه کې له خلکو غوښتي څو له اوسني نظام ملاتړ وکړي.

شیخ هبت الله اخندزاده بیا دغه وینا کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانستلو په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا