اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

هبت الله آخندزاده ولې طا-لبان اطاعت او یووالی ته رابولي

دید خبرې آژانس: په څه کم ورستیو درېیو میاشتو کې د درېیم ځل لپاره د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده تر خپل لاس لاندې کسان «اطاعت او یووالي» ته راوبلل.

د طا-لبانو ویاندویانو راپور ورکړی چې اخندزاده شنبه په ورځ په غور کې د طا-لبانو له سیمه ییزو چارواکو او مسوولینو او د دوی له نورو ځواکونو سره وکتل او دوی ته یې په اطاعت، یووالي او له اختلافاتو په لېرې والي ټینګار وکړ.

تر دې وړاندې د طا-لبانو مشر په دوامداره توګه د طا-لبانو په منځ کې د هغه او د هغه د حکمونو په اطاعت ټینګار کړی او دا یې یو مهم امر بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طا-لبانو مشر تر دې مخکې د لوی اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې د طا-لبانو تر منځ یووالی غواړي، که څه هم د ده د لېرې کېدو په بیه وي.

د طا-لبانو مشر تر خپل لاس لاندې کسانو څخه د «یووالي او اطاعت» غوښتنه وکړه. د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده په څه کم درېیو میاشتو کې د درېیم ځل لپاره تر خپل لاس لاندې کسانو باندې د یووالي غږ وکړ.

د طا-لبانو ویاندویانو راپور ورکړی دی چې د طا-لبانو مشر په غور کې د طا-لبانو له سیمه ییزو چارواکو او مسوولینو او د دوی له نورو ځواکونو سره وکتل او له هغوی یې غوښتي چې له اختلافاتو ډډه وکړي.

حمدالله فطرت، د طا-لبانو د ویاند مرستیال وایي: هغوی ته د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د شریعت د پلي کېدو، د سپېڅلي جهاد د موخو او لاسته راوړنو د ساتنې، د مسلمانانو د اولادونو په منځ کې د اسلامي مفکورې د تدریس او ترویج، د خپلو مشرانو بشپړ اطاعت او د دوی تر لاس په لاندې کسانو شفقت، د اختلافاتو څخه ځان ساتل او د مسلمانانو د ښه خدمت کولو هڅه کول اړین وبلل.»

تر دې مخکې کله چې د طا-لبانو مشر د غويي په میاشت کې له کندهار یا د خپل واک له مرکز څخه کابل ته سفر کړی و، له ځینو طا-لب چارواکو سره یې لیدلي وو او د طا-لبانو د ویاند له خوا د ویشل شوې خبرپاڼې پر بنسټ نوموړي د طا-لبانو تر منځ په “اطاعت او یووالي” ټینګار وکړ.

د دې تر څنګ اخندزاده په کندهار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال په خپلو خبرو کې وویل چې د خپل ځان د ګوښه کېدو په بیه هم د طا-لبانو تر منځ یووالی غواړي.

هبت الله اخندزاده ویلي وو: «که یوه ورځ دوی سره متحد شي او ما له دې مقامه لېرې کړي، زه به خوشحاله شم، مګر زه ستاسو په منځ کې په ویش خوښ نه یم.»

د طا-لبانو د مشر دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې تر دې وړاندې باخبرو سرچینو ویلي و، چې ځینې هېوادونه د طا-لبانو له نورو ځواکمنو څېرو سره د اړیکو په لټه کې دي. له بلې خوا د تېر کال په کب میاشت کې د طا-لبانو د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد دوحې ته تللی و.

همدا راز د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د دوی یو له اغېزناکو څېرو څخه هم د سختو بندیزونو سربېره د روان کال د غبرګولې په میاشت کې متحده عربي اماراتو ته ولاړ او له هغه ځایه د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ.

په دې سفرونو کې د طا-لبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د حقاني کشر ورور انس حقاني هم شامل وو.

له دې سره، د طا-لبانو مشر ولې په خپلو وروستیو ویناوو او غونډو کې پر «اطاعت او یووالي» زیات ټینګار کوي؟

خو د طا-لبانو د مشر د ویناوو او رسنیزو غونډو په لړ کې په هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د نشتوالي له امله یو شمېر د طا-لبانو له مشر څخه تمه لري چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار پر حق بندیزونه لېرې کړي.

تر دې مخکې هم سرچینې ویلي وو چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې مسله د طا-لبانو تر منځ د اختلاف یو له مهمو ټکو څخه دی او وخت په وخت د ځینو طا-لب چارواکو په وینا کې دغه اختلافونه په ګوته شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا