اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

هبت الله آخندزاده طا-لبانو ته؛ له اختلافاتو څخه ډډه وکړئ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده يو ځل بيا په ټينګار له خپلو طا-لبانو غوښتنه کړې چې  له اختلافاتو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه غوښتنه په غور ولايت کې له طا-لب چارواکو سره د ليدنې پر مهال کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو د جګپوړو غړو او مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې مخکې د طا-لبانو مشر په کندهار کې د لوی اختر په مناسبت په یوه وینا کې طالب مشرانو ته په ښکاره ویلي وو چې که هغه په ​​اتفاق سره له مشرتابه لرې کړي نو دی به «خوشحاله» وي.

هغه همداراز وویل چې د طا-لبانو غړي باید په «علني توګه» یو پر بل نیوکې ونه کړي.

په همدې حال کې د طا-لبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد تېره اونۍ په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل چې «دښمنان (د طا-لبانو مخالف لوري)» هڅه کوي چې د دوی ترمنځ بې باوري رامنځته کړي او د بې باورۍ ذهنیت باید د طالبانو ترمنځ له منځه یوړل شي.

په همدې حال کې، د حقاني شبکې مشر او د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر دې مخکې په اشارتا د طا-لبانو مشرتابه د «واک په انحصار» تورن کړى و او ټینګار یې کړی و چې «اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی.»

هغه په ​​کابل کې د چا د نوم له اخیستو پرته یوې غونډې ته وویل، «نن خپل ځانونه دومره حقدار ګڼو چې د ټول نظام ننګول، انحصارول او بدنامول زموږ د فکر او مزاج بنسټ ګرځېدلی دی.»

طا-لبانو تل د خپلو جګپوړو غړو او مشرتابه تر منځ اختلافات رد کړي او ویلي یې دي چې په ټولو چارو کې د دوی د مشر امرونه پلي کېږي.

خو د طا-لبانو د مشر او جګپوړو غړو تکراري ټینګار ښيي چې د دوی تر منځ اختلافات لا هم موجود دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا