اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

هبت الله آخندزاده د امر بالمعروف وزارت د قانون پر پلي کېدو باندې ټينګار وکړ

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د نوي قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي اخندزاده فاریاب ولایت ته په خپل سفر کې همدارنګه زیاته کړې چې، په هېواد کې باید له بې‌اتفاقۍ، تبعیض، قوم پالنې او ژبپالنې څخه ډډه وشي.

د فاریاب ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې راغلي:«د اسلامي امارت مشر په خپلو خبرو کې ټولو امارتي ادارو ته که ملکي وي که نظامي، ټینګار وکړ چې، باید د الهي حدودو په تطبیق، د خلکو د سر او مال د امنیت په ټينګښت، د مدرسو د طالبانو، د ښوونځیو د زده‌کوونکو او د پوهنتونونو د محصلانو د ښې ښوونې او روزنې او په ټولنه کې د امر بالمعروف د تطبیق لپاره جدي هڅې وشي.

هغه مسوولان چې، په راس کې دي، باید د شهیدانو، ټپیانو، معلولینو، او د هغو کسانو کورنۍ چې، پرون په سخت حالت له دوی سره اوږه په اوږه په سنګرونو کې وو، نن چې، دوی سوکالۍ ته رسېدلي، هېر نه‌کړي.»

د فاریاب ولایت د چارواکو په خبره، د اسلامي امارت مشر همدارنګه ټينګار کړی چې، د زمري ۲۴مه نېټه به د «یوم الفتح» په نوم هم ونومول شي.

له دې سره هم‌مهاله، د فاریاب ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې د اسلامي امارت د مشر پر سفر خوښي څرګندوي ځينې غوښتنې هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت مشر بادغیس ولایت ته سفر کړی و او هلته یې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا