دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت مشر شیخ هبة الله آخندزاده پرون په کندهار کې د ښاروالیو د مسوولینو لپاره په جوړ شوي یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې، چې د کابل ښاروال هم په کې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت مرستيال وياند په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې شیخ هبة الله آخندزاده د ټولو ښاروالانو د خدمتونو ستاینه وکړه، او د سیمینار ګډونوالو ته یې مهمې توصیې وکړې.
هبة الله آخندزاده زیاته کړه: (مسؤلیت کوم اعزاز نه دی، بلکه مسؤلیت امانت، د اوږو بار او د خلکو د حقوقو ذمه واري په غاړه اخیستل دي، اوس ستاسو په غاړه د خلکو مسؤلیت دی، او پر تاسو لازمه ده چې په شرعي طریقې سره د خلکو د حقوقو ساتنه او د خلکو خدمت وکړئ).
هغه همدارنګه ویلي چې د ښاروالیو پیسې د خلکو پیسې او حقوق دي، او خلک یې تاسو ته د عامه خدماتو لپاره درکوي، نو په هغه کارنو کې یې مصرف کړئ، چې عام خلک پرې خوشحاله کېږي.
هغه د خپلي وینا په پای کې زیاته کړې چې: (د افغانستان خلک ډېرو جنګونو ځپلي دي، اوس د رحم او شفقت مستحق دي، نو د خلکو سره ښه چلند وکړئ، او مرسته یې وکړئ، زور او جبر مه پرې کوئ، پر خلکو بوج مه راولئ، د ښارونو په تنظیف او پاکوالي کې ډېر کوښښ وکړئ، د عامه مصالحو او د بیت المال ساتنه وکړئ، د غفلت څخه ځان وساتئ، په شریعت استقامت وکړئ، اوس عام خلک ستاسو په ښه خدمت او کار ډېر خوشحاله کېږي).