اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

هبة الله آخندزاده: دښمن تبلغات ته مخ کړي ده

دید خبرې آژانس: د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېز څلور ورځني ملي کنفرانس د کندهار ولایت په پوهنتون کې جوړه شوې.

د اسلامي امارت مشر، شیخ هبت الله اخندزاده کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېز څلور ورځني ملي کنفرانس» پرانيستونکې وینا کې ویلي، “کفارو” په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې چې پر وړاندې یې باید په ګډه مبارزه وشي.

د کندهار پوهنتون په يوه اعلاميه کې ویلي، د اسلامي امارت رهبر همداراز ویلي، په دغه وینا کې د لوړو زده کړو د کیفيت په اړه هم خبرې شوې دي.

په دغه کنفرانس کې تر دوه زرو زیاتو د پوهنتون استادانو ګډون کړی او پکې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button