اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نېکلاسون: اروپايي ټولنه له بزګرو سره ۴۵ مېلیونه یورو مرسته کوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ پر اړیکو ټینګار کړی دی.

په دغې کتنه کې ټوماس نېکلاسون ویلي اروپايي ټولنه هڅه کوي چې، په نږدې راتلونکي کې، د همکارو او نړۍوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې د بدیل کښت لپاره له بزګرو سره ۴۵ مېلیونه یورو مرسته وکړي.

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې، ټوماس نېکلاسون د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته کړې یې ده چې، اسلامي امارت د امنیت د ټینګښت، فساد او نشه‌یي توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې اغېزناکه مبارزه کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله وايي:«ښاغلي نېکلاسون د افغانستان پرمختګونه وستایل او د امنیت ټينګولو، د فساد ختمولو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه او هڅې مهمې وبللې، نوموړي یادونه وکړه چې، نړۍوال بنسټونه به د بدیل کښت او د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې، خپله ونډه واخلي.»

د حمدالله فطرت په وینا ښاغلي نېکلاسون، د هېواد ټولو برخو ته د مرستو رسولو لپاره د اروپايي ټولنې د کارکوونکو لاسرسی یو اړین ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په موخه د اسلامي امارت د فعاليتونو ترڅنګ، د نشه‌يي توکو د بديل کښت او درملنې په برخه کې د اړوندو نړۍوالو ادارو ونډه اړينه ده.

ورته مهال، مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې له افغان کډوالو سره د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندويه بنسټونو همکارۍ او مرستې مهمې وبللې او له ګاونډيو او نړۍ څخه يې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

بل لور ته، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون زیاته کړې چې، له ګاونډیو هېوادونو سره یې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي په اړه هم خبرې کړې دي.

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان محمدزی وايي:«د کډوالو د کوربه هېوادونو د څو اړخیزو کمېتو له لارې دې سلامشورې وکړي، له هغې ډلې سرپرست حکومت چې، وکړای شي په کوربه هېوادونو کې د کډوالو لپاره د اقامې جوازونه ورکړي یا هغه تمدید کړي او یا هم په دغو هېوادونو کې د کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تېره میاشت د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې راپور ورکړی وو چې، سږ کال د تریاکو تولید د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی؛ خو اسلامي امارت دغه ادعا ردکړې او بې بنسټه یې بللې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا